کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د زیارکښانو ماشومان هم زیارکښ دي


افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات خلک یې زیارکښ دي، خو دولت یې چې د بهرنیو ملاتړ له ځان سره لري، د زیارکښانو دولت نه دی. په اوسني دولت کې هغه شتمن او بډایه او خانان او اربابان او فیوډالان دي چې آسانتیاوې لري، دولت د هغوی په خدمت کې دی، قانون ورباندې نه پلی کیږي، د ښارونو ښه ځایونه هغوې ته ورکول کیږي او هر څه چې وغواړي همغسې کولاې شي. د دې خلاف زیارکښان زحمت کاږي، آسانتیاوې نلري، ماشومان یې سخت ژوند لري، د پولیسو لخوا وهل کیږي، له ناروغۍ مري او مجبوره دي چې په ډیرو کوچنیو عمرونو بیلابیل کارونه لکه د موټرو پاکول، پلاستیک خرڅول، وزن کول او داسې نور کارونه تر سره کړي.

لکه څرنګه چې مو وویل، زیارکښان د پانګوالو (سرمایه دارو) او خانانو  په دولت کې  هیڅ ډول اسانتیاوې نلري. دا وخت د کابل په شان یوه ښار کې په هغو سیمو کې چې بیوزلي او نیستمن خلک اوسیږي، آن اوبو ته د لاسرسۍ آسانتیا هم نشته او د د دې ځای خلک ټول کارګران، کسبګر، د دولت ټیټ رتبه مامورین او ښوونکي دي، مجبوره دي چې اوبه هم په بیه واخلي. له هغه ځایه چې دا خلک د ورځې لخوا په کارونو بوخت دي نو هغه څوک چې ماشومان نلري، د نورو زیارکښانو ماشومان دوې ته اوبه راوړي او هره ټپکه اوبه په شلو افغانیو خرڅوي.

که چیرې دغو سیمو لکه ده افغانان، دهمزنګ، واصل آباد، کارته نو او د آسمایی غرونو څنډو او نورو غرنو سیمو ته لاړ شو، نه وبه ګورو چې ماشومان له هوارۍ څخه په څومره ستونزو او کړاونو سره اوبه آن د غره څوکې ته خیژوي چې یو څه پیسې وګټې او له خپلو زیارکښو پلرونو او میندو سره مرسته وکړي. طبیعي خبره ده چې دا زیارکښ ماشومان، چې د ټولنې د نابرابره او بی عدالته سیستم له امله مجبوره دي د ماشومتوب له عمر څخه کار وکړي، تر آخره پورې، تر هغه چې شتمن حاکم وي، زیارکښ او بیوزله پاتې کیږي.

دا ماشومان، هغه وخت کولای شی له ژوند څخه خوند واخلي چې زیارکښ پلرونه او میندې یې د نورو ګاونډیانو سره چې هغوې هم زیارکښ دي، یو ځای شي، د خلاصون لاره پیدا کړي او پری نه ږدي چې شتمن په خپل ظالمانه سیستم سره د هغوې ماشومان هم د کار په ارزانه لښکر باندې بدل کړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر