کتاب های منتشره

  • اقتصاد سیاسی
  • موضوعات اجتماعی

جستجوی موضوعات منتشر شده

۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

آیا ستمگران «اتحادیه اروپا» می توانند مدافع حقوق زنان زحمتکش افغانستان باشند؟



سازمان دیده بان حقوق بشر که ابزاری است جهت پوشاندن ستمگری های امریکا و اتحادیه اروپا و سایر کشورهای غارتگر در سرتاسر جهان، اینک از ارباب ستمگری اروپا (اتحادیه اروپا) خواسته است تا به وضعیت زنان افغانستان بطور جدی رسیدگی نماید.

هیدربار که از مسوولین سازمان دیده بان حقوق بشر در افغانستان است در مصاحبه اش با رادیو آزادی گفته است که «ما مایوس خواهیم شد که یک پاسخ واضح از سوی اتحادیۀ اروپا و کشورهای عضو اروپا نداشته باشیم. بناً ما برای آن ها نوشتیم و خواستیم تا وزاری خارجه و اتحادیه اروپا در سطح سیاسی در یک یا دو سال آینده، بیشتر اقدام های را انجام دهند و از حقوق زنان در افغانستان حمایت کنند»

این کثافت گویی همان داستان خواستن ترحم از گرگ تیز دندان را در ذهن زنده می کند. اتحادیۀ اروپا که از کشورهای غارتگر تشکیل شده است، در بیش از دوازده سال ستمگری در کنار امریکا، نشان داده است که سیستم سیاسی و اقتصادی این اتحادیه بر همان غارت و چپاول و کشتار استوار است که تود های زحمتکش افریقایی با درد و رنج احساس کرده اند و می کنند.

اگر از جنایات سربازان ستمگر اتحادیۀ اروپا در چوکات ناتو در کشور عزیز و رنجدیده ما بگذریم، دست اربابان این اتحادیه در کشتار خلق رنجدیده لیبیا، مصر، مالی، سومالی، سوریه، الجزایر و... رنگین است. این ستمگران از هیچ نوع جنایت در حق زحمتکشان و بخصوص زنان ستمدیده کشورهای افریقایی دریغ نکرده اند. ستمگران این اتحادیه همین اکنون با طیاره های ناتو بر عروسی زنان زحمتکش بم میریزند و وارد خانه های آنان شده سینه های ماتمدار شان را به رگبار می بندند. جنرال المانی این اتحادیه در یک بمباری بیش از 170 قندزی زحمتکش را قتل عام کرد و با تیل تانکرهای مورد هدف یکجا سوختاند.

زنان شیندند، بکوا، بالابلوک، کنر، ارزگان، کندهار، هلمند، ننگرهار، غوربند و سایر مناطق افغانستان بوسیله ستمگران این اتحادیه و امریکا کشته شده اند، پس تنها احمقان، نوکران ستمگران، اینجو داران مزدور و جامعه مدنی دالر گیر و مامورین خارجی مثل خانم هیدبار جرئت کرده می توانند از ستمگران بخواهند تا «از حقوق زنان در افغانستان حمایت کنند»، نه انسان های با وجدان و با شرف و طرفدار واقعی زنان زحمتکش.

زنان زحمتکش که هر روز بوسیله ستمگری و جنایت امریکا و اتحادیه اروپا زندگی دوزخی را تجربه می کنند، زنان زحمتکش که بوسیله طالبان فاشیست و جهادی های تفنگدار کشته می شوند و مورد تجاوز جنسی قرار می گیرند، زنان زحمتکش که بوسیلۀ اینجوداران مزدور و جامعه مدنی دالر گیر مورد بهره برداری تجاری قرار می گیرند، نه بوسیله اتحادیه اروپا و سربازان امریکایی و دوستان داخلی آن، نه بوسیله اینجوها و جامعه مدنی که سرش در آخور سفارت خانه های غارتگران بسته است و نه هم بوسیله هیچ نیروی مزدور دیگر به حقوق واقعی خود رسیده نمی توانند. زنان زحمتکش با اتحاد و همبستگی خودشان و با کار مشترک با برادران زحمتکش شان و تنها و تنها با اتکا به بازو و نیروی خود شان به حقوق واقعی خود که همانا رهایی از ستم های مختلف است، رسیده می توانند.

آیا اوسني انتخابات د زیارکښانو په ګټه دي؟



د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره سیالي شروع شوی ده. دا د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو دریمه مرحله ده چې تر سره کیږي. آیا دا انتخابات د زیارکښانو په ګټه دي؟ آیا زیارکښان واقعا له دې انتخاباتو سره علاقه لري؟ آیا په هغه هیواد کې چې بهرني د توپ او ټانک او طیارو سره واکمني چلوي، انتخابات له عوامفریبۍ پرته بله مانا لرلی شي؟ آیا هغه څوک چې په هر نامه د دې انتخاباتو لپاره کاندیږي، د زیارکښانو ملاتړي ګڼل کیدای شي؟

په  هغه هیواد کې چې زیارکښان یې د بهرنیو په بمباریو کې وژل کیږي او زندانونه ورباندې ډکیږي، په هغه هیواد کې چې انتخابات د همدې ستمګرو خارجیانو په پیسو تر سره کیږي، په هغه هیواد کې چې د زیارکښانو بهرني قاتلان د انتخاباتو علاقمند دي، منطقا دا انتخابات لکه د نورو انتخاباتو په شان د زیارکښانو په ګټه نه دي. د انتخاباتو په تیرو دوو دورو کې هم د زیارکښانو بهرنیو او کورنیو دښمنانو په ټول شور او زوږ سره د انتخاباتو لپاره چیغه وهلی او ستونی یې څیره کاوه.  هر هغه څه چې د زیارکښانو دښمنان ورسره لیوالتیا او علاقه ولري، مانا یې دا ده چې د هغوې په ګټه دي. نو هر هغه څه چې د زیارکښانو د دښمنانو په ګټه وي، د زیارکښانو په ګټه کیدای نشي.

زیارکښان د تیرو ټاکنو په پام کې نیولو سره له دې انتخاباتو سره کومه علاقه نلري. په تیرو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو او په پارلماني ټاکنو کې د خلکو چې اکثریت یې زیارکښان دي، د ګډون اندازه ډیره کمه وه. ځکه ډیری زیارکښان په دې پوه شوي دي چې په داسې یو هیواد کې چې ستمګر خارجیان خلک وژني او بیا د دموکراسۍ چیغې وهي او د انتخاباتو پیسې ورکوي او دننه هم هغه کسان د انتخاباتو لپاره نوماندوي چې د د دې ستمګرو دوستان دي او لاسونه یې د زیارکښانو په وینو سره دي، انتخابات د هغوې لپاره هیڅ ډول ښیګڼه لرلی نشي. زیارکښان په دې پوهیږي چې انتخابات د بیلابیلو طبقاتو نمایندګان قدرت ته رسوي څو د دولت واګی په لاس کې ولري او د خپلو طبقو ګټې خوندي کړي، په افغانستان کې اوسني انتخابات یوازې د لوټمارو پانګوالو او فیوډالانو او چپاولګرو تاجرانو سیاسي نمایندګان ځواک ته رسوي. ځکه په داسې هیوادونو کې چې ستمګران بمباري وکړي او یا هم قدرت په لاس کې ولري، زیارکښان هیڅکله د انتخاباتو له لارې خپل استازي قدرت ته رسولی نشي.

څرنګه چې وویل شول په هغه هیواد کې چې د نړۍ تر ټولو لوی زندان وي، د میلیونونو زیارکښه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ وي، د بزګرانو او دهقانانو کورونه په بمباریو کې ویجاړ شي، بیوزله ماشومان او میرمنې ووژل شي، ولږه، بیکاري، اعتیاد، بیوزلي، بدلمني، اختطاف، قاچاق، سوالګري او جنایي جرمونه واک وچلوي، دموکراسي د زیارکښانو لپاره مانا لرلی نشي. کله چې په یو هیواد کې ۳۷ فیصده خلک د بیوزلې د کرښې لاندې ژوند وکړي، کله چې ۴ میلیونه انسانان وزګاره وي، هلته له دموکراسۍ او انتخاباتو څخه خبرې کول، یوازې عوامفریبي او سیاسي دوکه ماري ګڼل کیږي. څنګه یو زیارکښ انسان چې کار نلري او شپه او ورځ ولږه کاږي، ماشومان یې له یخنې مري او پر کور یې بمبارۍ کیږي، د انتخاباتو په اړه فکر کولای شي؟
ټول هغه کسان چې په دې انتخاباتو او په تیرو انتخاباتو کې نوماندان ول، د زیارکښانو ملاتړي نه دي. هغوې یوازې هڅه کوي د زیارکښانو رایه غلا کړي او خپله واکمني وچلوي. په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅونې لپاره د یوناما او د نورو انتخاباتي کمیسیونونو او بنسټونو وروستی بی کچه اعلانات  ښکاره کوي چې زیارکښان له دې انتخاباتو سره هیڅ لیوالتیا نلري. همدا  هم دی چې بیلابیل بنسټونه د بهرنیو ستمګرو په پیسو خلک هڅوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. په داسې حال کې چې خلک نه غواړي په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د امریکا سفارت او نور سفارتونه میلیونونه ډالره لګوي چې خلک رای ورکونې ته وهڅوي، په ورته وخت کې ځینې کسان له بیوزلو زیارکښانو غواړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دی رایه نه اچوي خو په ولایتي شوراګانو کې د رایه وکاروي. دا که د دې کسانو سیاسي ساده توب ښکاره نکړي، نو بی له شکه د ستمګرو بنسټونو او سفارتونو سره د هغوې د پروژې یووالی ښکاره کوي. ځکه دوی هغه زیارکښان چې علاقه نلري په انتخاباتو کې ګډون وکړي، هڅوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په دې ډول د ستمګرو سره مرسته کوي.

بهرنی یرغل، د زیارکښو افغانانو ماشومان بدمرغۍ ته کاږلي دي



د امریکا تیری که له یوې خوا د شتمنو او اربابانو او هیوادپلورنکو او اینجو لرونکو لپاره زیری و او دې ټولو په ګډه خوله د تیري څخه ملاتړ وکړ او هغه یې په یو نامه او بل نامه د هیواد په ګټه وګڼو، بلې خوا ته دا تیری د زیارکښانو لپاره د بدمرغۍ د لړۍ ادامه او د دې لړۍ  د لا وحشتناکه کیدل وو.

که د امریکا او د هغه د ناټويی ملګرو د اوسني تیري له بیلابیلو ناوړو او ترهه ایزه اړخونو تیر شو او یوازې د دې وحشتناکه استعمار تاثیرات پر ماشومانو تر پام لاندې ونیسو، نو په ښکاره ډول معلومیږي چې دا تیری څومره د ماشومانو ژوند تهدیدوي. د ماشومانو وژل، بمباري کول، انتحار ته لیږل، د جنسي تیري قرباني کیدل، اختطاف، اعتیاد، ناروغتیا، ولږه او سوالګري د امریکا د تیري اغیزې پر ماشومانو ښکاره کوي.

په دې وروستیو کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري، اعتیاد او خوارځوکۍ کچه ډیره لوړه شوی ده. د تازه شمیرو له مخې په یوه کال کې د ماشومانو په وړاندې نژدې ۴۰۰ د جنسي تیري پیښې تر سره شوي دي چې ښکاره کوي چې د زیارکښانو ماشومان په یو هیواد کې نه بلکې په یو جنایت خانه کی ژوند کوي. همدا ډول د همدې اوسني دولت د شمیرو له مخې تر دو نیم سوه زره ماشومان په مخدره مواد معتاد دي او یا هم د تریاکو په کروندو کې کار کوي. د دې دردونکو ناورینونو تر څنګ ولږه هم ورځ تر بله ډیریږي چې مستقیم اثرات یې پر ماشومانو په ښکاره ډول لیدل کیږي او همدا دی چی د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د ۲۱۰۲ کال په مقایسه په ۲۰۱۳ کال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ اندازه ۵۰ فیصده ډیره شوی ده.

کندهار، فراه، کنړ، پکتیا، پکتیکا، هلمند او نور جنوبی ولایتونه د هغو ولایتونو په جمله کې راځي چې ماشومان یې تر ټولو زیات خوارځواکي ګالي او له ولږي سره ژوند تیروي. په دې ولایتونو کې د بهرني وسله والو ستمګرو جنایتونه د نورو ولایتونو په پرتله زیات دي او همدا دی چې په دغه ولایتونو کې د ماشومانو په وړاندې د جنایتونو او ناورینونو کچه ډیره لوړه ده، که څه هم په شمال کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري شمیرې د نورو ځایونو په مقایسه لوړی معلومیږي، چیرې چې تنظیمي او جهادي ډلې په بیلابیلو نومونه فعالیت کوي او د زیارکښانو ژوند ګواښي.

تاریخ ښودلی چې په هر هیواد کې چې د استعمار د جنایتونو لړۍ پیل شي، هغه هیواد به ښه ورځ ونه ګوري. که په افغانستان کې د استعمار د لسګونو نورو جنایتونو څخه تیر شوو د کابل د اندرګاندي روغتون د خوارځواکۍ د برخې مسوول ډاکټر سیف الله اباسین په ښه ‌ډول د استعمار پایله تشریح کوي: «په ۲۰۰۱ لومړي کال کې وضعه په کابل کې ډیره خرابه وه خو اوس چې څه وینم د ۲۰۰۱ کال څخه لا بده او خرابه ده.»

د افغانستان د زیارکښانو ټولنیز انجمن باور لري چې په استعمار او استبداد کې هیڅکله ملتونه او په تیره بیا زیارکښان هوساینې او آزادۍ ته نه رسیږي. آزاد ملتونه د استعمار پرته وده او پرمختګ کوي. زیارکښان او د زیارکښانو ماشومان یوازې هغه وخت په هوساینه کې روزل کیږي چې خپلواکي، آزادي او برابري په ټولنه کې حاکمه وي.